ads

په ختيځ كې نهه لكه، ۶۶ زره،۲۰۰ ماشومانو ته پوليو واكسين وركول كېږي

روغتیايي چارواکي وايي، په ننګرهار کې لا هم د دریو ولسوالیو دیارلس زره او دوه سوه  کوچنیان د پولیو واکسین له تطبیقه بې برخې پاتې کیږي.د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو دا څرګندونې نن په دغه ولایت کې د پولیو کمپاین د پرانستې پرمهال وکړې.د پولیو څلور ورځنی کمپاین نن پيل شو، چې پرمهال […]

نویسنده: TKG
27 سلواغه 1394
په ختيځ كې نهه لكه، ۶۶ زره،۲۰۰ ماشومانو ته پوليو واكسين وركول كېږي

روغتیايي چارواکي وايي، په ننګرهار کې لا هم د دریو ولسوالیو دیارلس زره او دوه سوه  کوچنیان د پولیو واکسین له تطبیقه بې برخې پاتې کیږي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو دا څرګندونې نن په دغه ولایت کې د پولیو کمپاین د پرانستې پرمهال وکړې.
د پولیو څلور ورځنی کمپاین نن پيل شو، چې پرمهال به یې له نهو لکو زیات کوچنیان د ماشومانو د فلج یا پولیو پر وړاندې واکسین شي. روغتیايي چارواکي وايي، په ننګرهار کې لا هم د دریو ولسوالیو دیارلس زره او دوه سوه  کوچنیان د پولیو واکسین له تطبیقه بې برخې پاتې کیږي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو دا څرګندونې نن په دغه ولایت کې د پولیو کمپاین د پرانستې پرمهال وکړې.
د پولیو څلور ورځنی کمپاین نن پيل شو، چې پرمهال به یې له نهو لکو زیات کوچنیان د ماشومانو د فلج یا پولیو پر وړاندې واکسین شي.
د عامې روغتیا ریاست مرستیالې ډاکټر مقدسې معراج وویل، د داعش وسله والو د ګواښونو له امله نه شي، کولی چې د پولیو په دغه کمپاین کې د اچین، هسکې مېنې، او کوټ ولسوالیو په یو شمیر سیمو کې له پنځه کلنۍ څخه کم عمره کوچنیانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي.
میرمن معراج وویل، پیل شوی کمپاین به په ننګرهار کې څلور ورځې او د ختیځ په نورو ولایتونو کې به درې ورځې دوام وکړي، چې پرمهال به یې د دغه زون نهه لکه شپږ شپیته زره او دوه سوه ماشومانو ته واکیسن وشي: (( له دې ډلې ۶ لکه، ۲۷ زره او ۶۸۶ تنه په ننګرهار کې دي، درې زره نهه سوه لس تنه رضا كاران به په ننګرهار كې راسره د كمپاين په تطبيق كې مرسته وكړي.))
د عامې روغتیا ریاست مرستیالې په ورته وخت کې خوښي وښوده، چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په ختیځ کې د پولیو کومه مثبته پیښه نه ده رامنځته شوې.
که څه هم د دولت مخالفو وسله والو ډلو له رسنیو سره په دې اړه کوم نظر نه دی شریک کړی؛ خو په ننګرهار کې د هر دا ډول کمپاین پرمهال زرګونه ماشومان د وسله والو له ویرې له واکسینه بې برخې پاتې کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA