د كندهار ولايتي اداره وايي، په دغه ولايت كې د شاوخوا څلور سوه زره جريبه غصب شوې ځمكې د خلاصون لپاره يې هڅې پيل كړې دي.
په كندهار كې د دولتي ځمکو د ساتنې او خلاصون ادارې سرپرست نورالله نوري وايي، تر اوسه يې شاوخوا سل زره جريبه ځمكه له غاصبينو ساتلې او د پاتې نورې ځمكې لپاره يې هم هڅې روانې دي چې د غاصبينو له منګولو يې خلاصې كړي: (( په كندهار كې چې تر ۱۳۸۷ كاله پورې كومه سروې شوې، نو د غصب شويو ځمكو ارقام ۳ لكه ۸۷ زره جريبه وه، يو لك دوولس زره ۱۴۵ جريبه ځمكه مو له غصب ايستلې ده.)) د كندهار ولايتي اداره وايي، په دغه ولايت كې د شاوخوا څلور سوه زره جريبه غصب شوې ځمكې د خلاصون لپاره يې هڅې پيل كړې دي.
په كندهار كې د دولتي ځمکو د ساتنې او خلاصون ادارې سرپرست نورالله نوري وايي، تر اوسه يې شاوخوا سل زره جريبه ځمكه له غاصبينو ساتلې او د پاتې نورې ځمكې لپاره يې هم هڅې روانې دي چې د غاصبينو له منګولو يې خلاصې كړي: (( په كندهار كې چې تر ۱۳۸۷ كاله پورې كومه سروې شوې، نو د غصب شويو ځمكو ارقام ۳ لكه ۸۷ زره جريبه وه، يو لك دوولس زره ۱۴۵ جريبه ځمكه مو له غصب ايستلې ده.))
نوري وايې، په دې اړه ټاکل شوی کمسيون جدي کار کوي او هڅه کوي، چې پاتې دولتي ځمكې هم له غاصبينو خلاصې كړي او وروسته يې خلکو ته په اجاره ورکړي.
نوموړی وايي، مرکزي ادارې هم ورته د کندهار په کچه د دوه سوه غاصبينو ليستسپارلی، خو د چا نوم نه يادوي.
د کندهار والي هم ولسوالانو او او د ولسواليو امنيه قوماندانانو ته امر وکړ، چې په دې برخه کې خپل مسووليت تر سره کړي.
د اړوند چارواکو د راپور له مخي د کندهار د ميوند او ژړۍ ولسوالۍ ځمكې د نورو سيمو په پرتله ډيرې غصب شوې دي.


