په غزني كې د طالبانو د دوه ډلو خپلمنځي جګړې له دواړو خواوو ۲۷ تنه وژلي دي.
د غزني د والي محمد امان حميم په وينا، جګړه نن سهار څلور بجې د ناوې ولسوالۍ په اړوندو كې پيل شوې او لا هم دوام لري.
د حميم په خبره دا جګړه د ملا اختر محمد منصور د پلويانو او د طالبانو د ملا محمد رسول د انشعابي ډلې پلويانو تر منځ روانه د چې تر اوسه په كې ۱۶ موټر او د طالبانو ۳ مركزونه سوځول شوي دي. په غزني كې د طالبانو د دوه ډلو خپلمنځي جګړې له دواړو خواوو ۲۷ تنه وژلي دي.
د غزني د والي محمد امان حميم په وينا، جګړه نن سهار څلور بجې د ناوې ولسوالۍ په اړوندو كې پيل شوې او لا هم دوام لري.
د حميم په خبره دا جګړه د ملا اختر محمد منصور د پلويانو او د طالبانو د ملا محمد رسول د انشعابي ډلې پلويانو تر منځ روانه د چې تر اوسه په كې ۱۶ موټر او د طالبانو ۳ مركزونه سوځول شوي دي.
والي دا روښانه نه كړه چې تلفات كومې ډلې ته ډېر اوښتي، خو وسله والو طالبانو هم په دې اړه لا څه نه دي ويلي.
ناوه ولسوالي چې له پاكستان سره په پوله پرته ده، د حامد كرزي د دورې تر ختمېدو وروسته طالبانو ونيوه او اوس وخت كې د طالبانو لپاره تر ټولو امن سيمه ګڼل كېده.


