د سوريې په شمالي سيمو كې پر يو شمېر روغتونونو او ښوونځيو د توغنديزو بريدونو په ترڅ كې شاوخوا ۵۰ كسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې د سوريې په ادليب ولايت معرت النعمان سيمه كې د بې پولې ډاكټرانو پر دوه روغتونونو توغندي لګېدلي.
دوهمه جوپه توغندي بيا له تركيې سره د سوريې پر شمالي پوله پر دوه ښوونځيو لګېدلي چې په دواړو بريدونو كې لږ تر لږه پنځوس كسه وژل شوي او له بريدونو وروسته د ژغورونكو ډلو اته كسان هم ورك دي. د سوريې په شمالي سيمو كې پر يو شمېر روغتونونو او ښوونځيو د توغنديزو بريدونو په ترڅ كې شاوخوا ۵۰ كسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې د سوريې په ادليب ولايت معرت النعمان سيمه كې د بې پولې ډاكټرانو پر دوه روغتونونو توغندي لګېدلي.
دوهمه جوپه توغندي بيا له تركيې سره د سوريې پر شمالي پوله پر دوه ښوونځيو لګېدلي چې په دواړو بريدونو كې لږ تر لږه پنځوس كسه وژل شوي او له بريدونو وروسته د ژغورونكو ډلو اته كسان هم ورك دي.
امريكا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو دا بريدونه په كلكه غندلي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانكي مون په دغو بريدونو كې د ملكي وګړو پر وژل كېدو سخته خواشيني ښودلې ده.
د امريكا بهرنيو چارو وزارت هم دا پېښه غندلې او پړه يې د دمشق پر ايتلافي قوتونو ور اچولې ده.
د اروپايي ټولنې د خارجه چارو څارونكې فيډريكا موغيرني هم په سوريه كې د بې پولې ډاكټرانو پر روغتونونو توغنديز بريدونه په كلكو ټكو غندلي دي.


