دفاع وزارت وايي، ملي اردو ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د عملياتو پر مهال د ۲۰ داعشيانو په شمول ۵۶ وسله وال وژلي او ۲۹ نور يې په مخاخ جګړه كې ټپيان كړي دي.
له دفاع وزارت څخه كليد ته راستول شوې خبرپاڼه كاږي د ننګرهار د اچين په باندر، ده سرك او اشخېلو كې د ګډو ځمكنيو او هوايي عملياتو پر مهال ۲۰ داعشيان مړه، ۸ نور ټپيان دي او همدا راز يې يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواكونو لاسته ورغلي. دفاع وزارت وايي، ملي اردو ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د عملياتو پر مهال د ۲۰ داعشيانو په شمول ۵۶ وسله وال وژلي او ۲۹ نور يې په مخاخ جګړه كې ټپيان كړي دي.
له دفاع وزارت څخه كليد ته راستول شوې خبرپاڼه كاږي د ننګرهار د اچين په باندر، ده سرك او اشخېلو كې د ګډو ځمكنيو او هوايي عملياتو پر مهال ۲۰ داعشيان مړه، ۸ نور ټپيان دي او همدا راز يې يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواكونو لاسته ورغلي.
سرچينه زياتوي د كاپيسا- تګاب په اديزيو، يتيمانو او قلعه ولي سيمو كې هم د عملياتو پر مهال د طالبانو قومندان جان اغا له دوه نورو ملګرو سره وژل شوى او دوه ملګري يې ټپيان دي.
خبرپاڼه زياتوي د بغلان په ډنډ غوري او دهنه غوري كې هم د افغان ځواكونو خورشيد ۲۰ عمليات روان دي او له پرون راهيسې په كې د جګړې پر مهال ۸ تنه وسله وال وژل شوي.
سرچينه وايي، په تپيانو كې د مولوي لعل د ډلې د سرګروپ حميد الله په شمول ۱۴ نور وسله واله طالبان ټپيان شوي دي.
سرچينه د كندوز د دشت ارچي پل مومن سيمې په اړه هم ادعا كوي چې هلته يې د طالبانو د مركزونو د له منځه وړلو په عملياتو كې ۲۲ وسله وال وژلي دي.
د دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره كليد ته راغلې خبرپاڼه دا هم وايي چې د كندوز خان اباد په كټه خېلو، ګذر او ناصرو كې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ كې ۶ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
سرچينه په دغو عملياتو كې د ملي اردو د ۹ سرتېرو د وژل كېدو خبر هم تاييدوي خو وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.


