د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالينو شبکه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د يوناما وروستي راپور نيمګړى او يو طرفه ګڼي او وايي، كه يوناما دغه ډول راپورونه په پرله پسې ډول خپروي نو خپله بې طرفي به تر سوال لاندې راولي.
د دغې شبکې د غړو نن په كابل كې د يوې خبري غونډې پر مهال استدلال كاوه چې افغان امنيتي ځواکونه د ملکيانو د تلفاتو لامل نه دي او په دې راپور کې بايد امنيتي ځواکونو ته د ملکي مرګ ژوبلې نسبت نه واى ورکړل شوى.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالينو شبکې غړي سيد احسان ميثم احساني په دې اړه رسنيو ته په وينا كې ټينګار كاوه چې په افغانستان كې د ملكي تلفاتو ډېرى نسبت بايد پاكستان ته وركړاى شوى واى ځكه په افغانستان كې د جګړې مديريت كوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما په راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې ۳۵۴۵ ملکي افغانان وژل شوي او ۷۴۵۷ ټپيان شوي چې طالبان په سلو کې د ۶۲ او افغان ځواکونه په سلو کې د ۱۷ مرګ ژوبلې مسوول بلل شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ