ads

خوست: په دريو ورځو كې د حقاني شبكې شپږ غړي او درانه مهمات نيول شوي

د خوست امنیتي ځواکونو د تېرو دریو ورځو عملیاتو په جریان کې د دې ولايت په یعقوبیو، صبریو او باک ولسوالیو کې د حقاني شبکې اړوند دوه سرګروپان او څلور غړي نیولي دي.د خوست والي حکم خان حبیبي د یادو وسله والو او ورسره د نیول شویو مهماتو د ښودلو پرمهال نن سهار خبریالانو ته […]

نویسنده: TKG
27 سلواغه 1394
خوست: په دريو ورځو كې د حقاني شبكې شپږ غړي او درانه مهمات نيول شوي

د خوست امنیتي ځواکونو د تېرو دریو ورځو عملیاتو په جریان کې د دې ولايت په یعقوبیو، صبریو او باک ولسوالیو کې د حقاني شبکې اړوند دوه سرګروپان او څلور غړي نیولي دي.
د خوست والي حکم خان حبیبي د یادو وسله والو او ورسره د نیول شویو مهماتو د ښودلو پرمهال نن سهار خبریالانو ته وویل، دغه کسان د خوست د ګډو امنیتي ځواکونو په دوو مختلفو عملیاتو کې نیول شوي دي. د خوست امنیتي ځواکونو د تېرو دریو ورځو عملیاتو په جریان کې د دې ولايت په یعقوبیو، صبریو او باک ولسوالیو کې د حقاني شبکې اړوند دوه سرګروپان او څلور غړي نیولي دي.
د خوست والي حکم خان حبیبي د یادو وسله والو او ورسره د نیول شویو مهماتو د ښودلو پرمهال نن سهار خبریالانو ته وویل، دغه کسان د خوست د ګډو امنیتي ځواکونو په دوو مختلفو عملیاتو کې نیول شوي دي.
ده وویل، له نیول شویو کسانو سره د چاودیدونکو توکو یوه ذخیره هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلې ده.
خوست والي زیاته کړه، دغه راز امنیتي ځواکونو د همدې ورځو په اوږدو کې د نورو ځانګړو عملیاتو پر مهال دوه تنه انسان تښتونکي هم له یو عراده موټر سره نیولي دي.
امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلې د مهماتو ذخیره کې ۸۴ صندوقه د پیکا، زيکویک، دهشکې او کلاشینکوف مرمۍ، ۵۴ د BM12 مېزایل مرمۍ ، ۲۰ دانې د ۸۲ ملي متري توپ مرمۍ، ۵۱ عدده مختلفې سرګلولې او یو شمېر نور چاودیدونکي توکي شامل وو.
چارواکي وايي، نیول شویو کسانو د څېړنو پر مهال پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
تراوسه وسله والو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA