بحرين دغه هېواد ته په غيرقانوني ډول د داخلېدو او ناقانونه كړنو د ترسره كولو په تور څلور امريكايي خبريالان نيولي دي.
د بحرين نيوز په نوم خبري اژانس ويلي، په نيول شويو خبريالانو كې يوه يې اينا تريسيډى نومېږي او نور درې كسان د همدې خبريالې د عملې غړي دي.
پوليسو ويلي، پر دغو كسانو بحرين ته په ناقانونه ډول د داخلېدو، سرحدي ساتونكو ته د دروغو ويلو او په غير قانوني ټولنو كې د ګډون تورونه دي.
د بې پولې خبريالانو تنظيم هم تاييد كړې چې له ايناډى سره درې نور عكاسان هم نيول شوي دي. بحرين دغه هېواد ته په غيرقانوني ډول د داخلېدو او ناقانونه كړنو د ترسره كولو په تور څلور امريكايي خبريالان نيولي دي.
د بحرين نيوز په نوم خبري اژانس ويلي، په نيول شويو خبريالانو كې يوه يې اينا تريسيډى نومېږي او نور درې كسان د همدې خبريالې د عملې غړي دي.
پوليسو ويلي، پر دغو كسانو بحرين ته په ناقانونه ډول د داخلېدو، سرحدي ساتونكو ته د دروغو ويلو او په غير قانوني ټولنو كې د ګډون تورونه دي.
د بې پولې خبريالانو تنظيم هم تاييد كړې چې له ايناډى سره درې نور عكاسان هم نيول شوي دي.
د دوشنبې په ورځ دغه تنظيم يوه بيانيه هم خپره كړې چې په كې د بحرين پر حكومت د دغو خبريالانو د ژر خوشې كولو غږ شوى دى.
د بې پولې خبريالانو ټولنې ويلي، دغو څلورو خبريالانو تازه د غزې او مصر په اړه مستند فلم جوړ كړى و چې د بحريني ځواكونو لخوا ونيول شول.
د ايناډى كورنۍ هم ويلي، لور يې په هېڅ ډول ناقانونه چارو كې لاس نه لري او بايد خوشې شي.


