د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، په داسې حال کې، چې په افغانستان او سيمه کې د ترهګرۍ ګواښونه ډېرېږي، د افغانستان هوايي ځواکونه د روزنې او تجهيزاتو په برخه کې د امريكا لا ډېرې مرستې ته اړتيا لري.
نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې د امريكا د دفاع وزارت مرستيال مارکل ليټيري سره د كتنې په مهال وكړې. د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، په داسې حال کې، چې په افغانستان او سيمه کې د ترهګرۍ ګواښونه ډېرېږي، د افغانستان هوايي ځواکونه د روزنې او تجهيزاتو په برخه کې د امريكا لا ډېرې مرستې ته اړتيا لري.
نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې د امريكا د دفاع وزارت مرستيال مارکل ليټيري سره د كتنې په مهال وكړې.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې لېدنه کې د افغانستان پر امنيتي وضعيت، د سولې پر ټينګښت، له افغانستان سره د امريكا د امنيتي همکاريو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
د ملي امنيت سلاکار و ويل، هېواد يې چمتو دى، چې امريكا ته د افغانستان له جګړه ييز چاپېريال او وضعيت سره سم د داسې هوايي تجهيزاتو د غوښتنې لېست وړاندې کړي، چې د دښمن په ځپلو کې لا ډېر ګټور ثابتېږي.
د امريكا د دفاع وزارت مرستيال مارکل ليټيري وويل، چې هېواد يې د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.
د هغه په وينا، هېواد يې حاضر دى، چې د افغانستان له جګړه ييز چاپېريال او وضعيت سره سم د دغه هېواد هوايي ځواکونو ته د لا ډېرو ګټورو تجهيزاتو پر ورکړې غور وکړي.


