د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په اچين ولسوالۍ کې یې د شاهین ۱۸ عملیاتو پرمهال پنځه دېرش وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر کلید په راغلې خبرپاڼه کې لیکلي، امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد او د څلورمې پلې لواء قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين په اچين ولسوالۍ کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال وويل، چې د عملياتو په دوېمه ورځ وسله والو مخالفينو ته درانه تلفات اوښتې دي.
د خبرپآڼې د معلوماتو له مخې په عملياتو کې پنځه ويشت داعش وسله وال وژل شوي او لس نور يې ټپيان شوي دي. د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په اچين ولسوالۍ کې یې د شاهین ۱۸ عملیاتو پرمهال پنځه دېرش وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر کلید په راغلې خبرپاڼه کې لیکلي، امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد او د څلورمې پلې لواء قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين په اچين ولسوالۍ کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال وويل، چې د عملياتو په دوېمه ورځ وسله والو مخالفينو ته درانه تلفات اوښتې دي.
د خبرپآڼې د معلوماتو له مخې په عملياتو کې پنځه ويشت داعش وسله وال وژل شوي او لس نور يې ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې د داعش وسله والو يوشمیر وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او ۱۸ لوی او واړه کلي د داعش وسله والو له حضوره پاک شوي دي.
بلخوا داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


