د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، ډېر ژر به د کندهار ښار ټولو سيمو ته د پاکو اوبو د رسولو چارې پيل کړي.
دغه څرګندونې د ياد وزارت د ښاري اوبو رسولو رئيس حميدالله صالحي د کندهار د انصاري مېنې لپاره د اوبو د يوې شبکي د پرانستنې پر مهال وکړي.
صالحي وويل، د انصاري مېنې د پاکو اوبو دغه شبکه په ۲۰۱۲ کال کې د ولايتي بيارغونې ادارې يا PRT د ۹ لکه ډالرو په ارزښت پرانستل شوه، خو بيا يې کار د ځينو ستونزو له امله ودريده: (( مګر سږ کال په دې وتوانيدو چې دا شبکه پرانيزو، كه دا شبكه كولي شي۱۵۰۰ کورنيو ته پاکې اوبه ورسوي.)) د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، ډېر ژر به د کندهار ښار ټولو سيمو ته د پاکو اوبو د رسولو چارې پيل کړي.
دغه څرګندونې د ياد وزارت د ښاري اوبو رسولو رئيس حميدالله صالحي د کندهار د انصاري مېنې لپاره د اوبو د يوې شبکي د پرانستنې پر مهال وکړي.
صالحي وويل، د انصاري مېنې د پاکو اوبو دغه شبکه په ۲۰۱۲ کال کې د ولايتي بيارغونې ادارې يا PRT د ۹ لکه ډالرو په ارزښت پرانستل شوه، خو بيا يې کار د ځينو ستونزو له امله ودريده: (( مګر سږ کال په دې وتوانيدو چې دا شبکه پرانيزو، كه دا شبكه كولي شي۱۵۰۰ کورنيو ته پاکې اوبه ورسوي.))
صالحي همداراز وويل، ډېر ژر به دکندهار په لويه وياله، مېرويس مېنه او د ښار په نورو برخو کې هم دسيمې د خلكو لپاره دپاکو اوبو رسولو څاګانې جوړې كړي.


