په سهيل ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو دويمې لوا ته سمونوال راز محمد مندوزی د نوي قومندان په توګه وګمارل شو، چې د کار په لومړۍ ورځ يې د سرحدي سيمو د خونديتوب او له طالبانو څخه د پولو د ساتنې ژمنې وکړې.
نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د ژمي د موسم تر پايه د سهيل ختيځ زون اړوند ټولې سرحدي ساحې تر کنټرول لاندې راولي.
سمونوال مندوزي دا ومنله چې د دې زون يوه اندازه سرحدي سيمې د وسله والو طالبانو په واک کې دي. په سهيل ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو دويمې لوا ته سمونوال راز محمد مندوزی د نوي قومندان په توګه وګمارل شو، چې د کار په لومړۍ ورځ يې د سرحدي سيمو د خونديتوب او له طالبانو څخه د پولو د ساتنې ژمنې وکړې.
نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د ژمي د موسم تر پايه د سهيل ختيځ زون اړوند ټولې سرحدي ساحې تر کنټرول لاندې راولي.
سمونوال مندوزي دا ومنله چې د دې زون يوه اندازه سرحدي سيمې د وسله والو طالبانو په واک کې دي.
همدارنګه په سهيل ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو د دويمې لوا قومندان سمونوال راز محمد مندوزی د سرحدي پوليسو د پياوړتيا ژمنه کوي او وايي، په ځينو ساحو کې يې سرحدي پوليس د وسلو او نورو موادو له کموالي سره مخامخ دي چې په وينا يې دوی به يې د اکمالولو په برخه کې هڅې کوي.
دی وايي چې د درنو وسلو په باره کې به هم له لوړو پوړو چارواکو سره د سرحدي پوليسو ستونزې شريکوي.
په سهيل ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو لپاره نوی ټاکل شوی قومندان په داسې حال کې د سرحدي سيمو د خونديېنې ژمنه کوي چې لا هم د دې زون لويه برخه سرحدي سيمې د وسله والو طالبانو په واک کې دي او د جنګي موسمونو پر مهال په ازاد ډول تګ راتګ پرې کوي.


