ads

تګاب كې د كمانډو ځواكونو عمليات، د يو قومندان په شمول ۳طالبان مړه، ۳ ټپيان

د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د سیمه يیزو پولیسو قوماندان اسد اغا ساپی وايي تېره شپه د کومانډو ځواکونو د تګاب په ادیزیو، تاج خیل، سینزیو او د ملایانو په سیمه کې عمليات كړي چې د هوايي بمبارۍ په ترڅ كې يې ۶ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د نوموړي په وینا، […]

نویسنده: TKG
26 سلواغه 1394
تګاب كې د كمانډو ځواكونو عمليات، د يو قومندان په شمول ۳طالبان مړه، ۳ ټپيان

د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د سیمه يیزو پولیسو قوماندان اسد اغا ساپی وايي تېره شپه د کومانډو ځواکونو د تګاب په ادیزیو، تاج خیل، سینزیو او د ملایانو په سیمه کې عمليات كړي چې د هوايي بمبارۍ په ترڅ كې يې ۶ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د نوموړي په وینا، په دغو عملياتو كې د قوماندان جان اغا په نوم د طالبانو یو قوماندان له خپلو درې ملګرو سره وژل شوی او درې تنه نور هم ټپیان شوي دي. د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د سیمه يیزو پولیسو قوماندان اسد اغا ساپی وايي تېره شپه د کومانډو ځواکونو د تګاب په ادیزیو، تاج خیل، سینزیو او د ملایانو په سیمه کې عمليات كړي چې د هوايي بمبارۍ په ترڅ كې يې ۶ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د نوموړي په وینا، په دغو عملياتو كې د قوماندان جان اغا په نوم د طالبانو یو قوماندان له خپلو درې ملګرو سره وژل شوی او درې تنه نور هم ټپیان شوي دي.
بل خوا د سیمې اوسیدونکي او په سیمه کې یو شمېر وسله وال هم د خپلو کسانو د مرګ ژوبلې خبر تاییدوي ، خو د وسله والو مخالفینو ویاند د یادې پېښې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې تېره ماښام په تګاب ولسوالۍ کې د ځوانانو د ورزش مسوول او یو ډاکټر د وسله والو لخوا كور ته په لاره وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA