افغان دولت په جګړه كې د ملکي وګړو د ساتنې په هکله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان يا يوناما د ۲۰۱۵ كال راپور تائيد كړي دي.
له ارګ ماڼۍ څخه په دې اړه خپره شوې اعلاميه وايي، افغانان د نښتو په پايله کې لوړ قېمت ورکوي، خو طالبان او ټولې ترهګرې ډلې د افغانستان د وګړو د سوله ييز ژوند او د هغوي د کورنيو د مصونيت حقونه سلبوي. افغان دولت په جګړه كې د ملکي وګړو د ساتنې په هکله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان يا يوناما د ۲۰۱۵ كال راپور تائيد كړي دي.
له ارګ ماڼۍ څخه په دې اړه خپره شوې اعلاميه وايي، افغانان د نښتو په پايله کې لوړ قېمت ورکوي، خو طالبان او ټولې ترهګرې ډلې د افغانستان د وګړو د سوله ييز ژوند او د هغوي د کورنيو د مصونيت حقونه سلبوي.
اعلاميه كاږي، افغان دولت په ۲۰۱۵ کال کې د ملکي په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د تلفاتو په زياتوالي او د طالبانو لخوا ورته په زياتېدونكو تهديدونو خواشيني دي.
خو اعلاميه وايي، د يوناما راپور د افغانستان په ۱۲ ولايتونو کې چې د تهديد په لوړه کچه کې قرار لري پېښې تر پوښښ لاندې راوستلي، حال دا چې د افغانستان دولت په ټول هېواد کې ملکي تلفات ثبتوي او څاري. دا ارقام ښيي چې دولتي ضد عناصرو د ځانمرګو بريدونو په ګډون چې زيات ملکي وګړي په نښه کوي، په ۲۴ ولايتونو په ځانګړي ډول په هغو ښارونو کې چېرې چې د افغانستان دولتي ځواکونود ښکاره دلايلو په خاطر له نښتو څخه ډډه کړې، څه ډول له تفکيک پرته بريدونه ترسره کړي دي.
حكومت په دې برخه كې د يوناما راپور ناقص بللي او ويلي يې دي دا راپور بشپړ تصوير نه دي.
د يوناما دفتر ويلي، تېركال په افغانستان كې تر ټولو خونړي كال او يوولس زره دوه ملكيانو ته په كې مرګ ژوبله اوښتې ده چې دوه شپېته فيصده پړه يې پر طالبانو ده.
دا په داسې حال كې ده چې د دې راپور په اړه كليد ته راستولې خبرپاڼه كې طالبانو د تل په څېر دا راپور رد كړي دي


