ads

ګورباچوف په ختيځه اروپا كې د ناټو د حضور په اړه اندېښمن دى

د روسیی پخواني جمهور رئيس ګورباچوف په ختیځه اروپا کې د ناټو د زیاتیدونکي حضور په اړه د مسكو له حكومته غوښتي،چې په دې اړه جدي غبرګون ښکاره کړي.نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د اروپا په ختیځ کې له روسیې سره په زیاتیدونکې تاو تریخوالي کې امریکا لاس لري.ګورباچوف دغه څرګندونې وروسته […]

نویسنده: TKG
25 سلواغه 1394
ګورباچوف په ختيځه اروپا كې د ناټو د حضور په اړه اندېښمن دى

د روسیی پخواني جمهور رئيس ګورباچوف په ختیځه اروپا کې د ناټو د زیاتیدونکي حضور په اړه د مسكو له حكومته غوښتي،چې په دې اړه جدي غبرګون ښکاره کړي.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د اروپا په ختیځ کې له روسیې سره په زیاتیدونکې تاو تریخوالي کې امریکا لاس لري.
ګورباچوف دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې دي چې د تیرې چهار شنبې په ورځ د ناټو سازمان غړو هیوادونو په ختیځه اروپا کې د خپل نظامي قوت پر زیاتیدو هوکړې ته ورسېدل. د روسیی پخواني جمهور رئيس ګورباچوف په ختیځه اروپا کې د ناټو د زیاتیدونکي حضور په اړه د مسكو له حكومته غوښتي،چې په دې اړه جدي غبرګون ښکاره کړي.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د اروپا په ختیځ کې له روسیې سره په زیاتیدونکې تاو تریخوالي کې امریکا لاس لري.
ګورباچوف دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې دي چې د تیرې چهار شنبې په ورځ د ناټو سازمان غړو هیوادونو په ختیځه اروپا کې د خپل نظامي قوت پر زیاتیدو هوکړې ته ورسېدل.
دا په داسې حال كې ده چې ناټو هم استدلال کوي، چې ختیځه اروپا د روسیې تر مستقیم ګواښ لاندې راغلې ده.
بلخوا د اتریش د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره جنګ ته د اروپایی اتحادیې د غړیو هیوادونو د داخلیدو په هکله خبرداری ورکړى.
د اسټریا د بهرنیو چارو وزیر سباستین کورټز پرون وویل سوړ جنګ ختم شوی او باید تکرار نه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA