د فاریاب چارواكي وايي، وسله والو طالبانو تېر ماښام د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په ګورزاد کلي کې د برېښنا یوه پایله ویجاړه کړې ده چې له کبله یې د میمنې ښاراو د دې ولایت د څلورو ولسوالیو بریښنا پرې شوې ده .
د دې ولایت د والي ویاند احمد جاوید بیدار کلید ته وویل، وسله والو طالبانو پرون ماښام ددې ولایت په خواجه سبزپوس ولسوالۍ کې د بریښنا یوه پایه نړولې چې له امله د میمنې ښار او د پښتونکوټ ولسوالۍ په ګډون د دې ولایت د څلورو ولسوالیو بریښنا له تېرې شپې راهيسې پرې شوې ده. د فاریاب چارواكي وايي، وسله والو طالبانو تېر ماښام د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په ګورزاد کلي کې د برېښنا یوه پایله ویجاړه کړې ده چې له کبله یې د میمنې ښاراو د دې ولایت د څلورو ولسوالیو بریښنا پرې شوې ده .
د دې ولایت د والي ویاند احمد جاوید بیدار کلید ته وویل، وسله والو طالبانو پرون ماښام ددې ولایت په خواجه سبزپوس ولسوالۍ کې د بریښنا یوه پایه نړولې چې له امله د میمنې ښار او د پښتونکوټ ولسوالۍ په ګډون د دې ولایت د څلورو ولسوالیو بریښنا له تېرې شپې راهيسې پرې شوې ده.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې په فارياب كې د ملا نورالحق په نوم د طالبانو یو ځايي قوماندان خبرداری ورکړی و، که حکومت د دوی تر ولکې لاندې سیمو ته د تېلو لېږد ته اجازه ورنه کړي دوی به د بریښنا پايې ونړوي .
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو د سلواغې په مه مه نېټه هم د بریښنا څو پايې د بغلان د مرکز په ډنډ شهاب الدین سیمه کې ويجاړې كړې وې.
د دې پايو له نړولو وروسته كابل څوومه اوونۍ ده چې په تياره كې ډوب دى.
امنيتي ځواكونه وايي، په بغلان كې يې د دغو پايو د بيا رغونې او په سيمه كې د طالبانو پر ضد عمليات روان دي.


