په كاپيسا ولايت کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۳۷ پروژې د ۴۳ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او په دې وروستيو كې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په كاپيسا ولايت کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۳۷ پروژې د ۴۳ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او په دې وروستيو كې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ملي پيوستون پروګرام د عامه اړيکو دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د كاپيسا ولايت د كوهستان د لومړۍ برخې، نجراب او تګاب ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو كې بشپړې شوې دي.
د سرچينې په وينا، په دې پروژو کې د ټولنيزو مركزونو، پلګوټو او محافظوي دېوالونو جوړول، د پلې لارو پخول، د اوبو د څاګانو كيندل او پر سړك شګې اچول شامل دي، چې ۲۳۰۹ کورنۍ ترې ګټه اخلي.
سرچينه زياتوي، د ملي پيوستون پروګرام تراوسه توانېدلى، چې په كاپيسا ولايت كې ۲۳۴۶ پروژې په بېلابېلو سکټورونو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

