په اسلام اباد كې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا ايالت له اعلى وزير پروېز خټك سره وكتل.
د زاخېلوال په فېسبوك پاڼه كې راغلي، چې ده په دې كتنه كې په خيبر پښتونخوا ايالت كې د پوليسو له لوري د افغان كډاوالو د ځورونې او همدارنګه د افغان تجارتي مالونو د ټرانزيټي ستونزو په اړه خبرې وكړې.
د خيبر پښتونخوا ايالت اعلى وزير ژمنه وكړه، چې د يادو ستونزو د لرې کولو په هدف به اقدام وکړي. په اسلام اباد كې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا ايالت له اعلى وزير پروېز خټك سره وكتل.
د زاخېلوال په فېسبوك پاڼه كې راغلي، چې ده په دې كتنه كې په خيبر پښتونخوا ايالت كې د پوليسو له لوري د افغان كډاوالو د ځورونې او همدارنګه د افغان تجارتي مالونو د ټرانزيټي ستونزو په اړه خبرې وكړې.
د خيبر پښتونخوا ايالت اعلى وزير ژمنه وكړه، چې د يادو ستونزو د لرې کولو په هدف به اقدام وکړي.
د دواړو لورو لخوا هوكړه وشوه، چې په نږدې راتلونکي کې به د اړوندو ايالتي ادارو د مشرانو په ګډون د اعلى وزير د پېښور په دفتر کې يوه غونډه شي، چې په كې به پر ټولو موضوعاتو او ستونزو اساسي بحث او پرېكړې وشي.


