ads

عبدالجبار قهرمان: د هلمند جګړه له نظامي لارې نه شي مهارېدلى

په هلمند كې د مېشتو امنیتي ځواکونو اوپراتيفي مشر عبدالجبار قهرمان وایي، چې د دې ولايت جګړه له نظامي لارې نه شي مهارېدلى. نوموړي نن خبريالانو ته وويل، اوس مهال یې د وسله والو له یو شمېر ډلګیو او محاذونو سره د سولې خبري پیل کړې دي، چې ګڼ شمېر وسله وال به له جګړې لاس […]

نویسنده: TKG
25 سلواغه 1394
عبدالجبار قهرمان: د هلمند جګړه له نظامي لارې نه شي مهارېدلى

په هلمند كې د مېشتو امنیتي ځواکونو اوپراتيفي مشر عبدالجبار قهرمان وایي، چې د دې ولايت جګړه له نظامي لارې نه شي مهارېدلى. نوموړي نن خبريالانو ته وويل، اوس مهال یې د وسله والو له یو شمېر ډلګیو او محاذونو سره د سولې خبري پیل کړې دي، چې ګڼ شمېر وسله وال به له جګړې لاس واخلي او د سولې لاره به خپله کړي.

په هلمند كې د مېشتو امنیتي ځواکونو اوپراتيفي مشر عبدالجبار قهرمان وایي، چې د دې ولايت جګړه له نظامي لارې نه شي مهارېدلى.

نوموړي نن خبريالانو ته وويل، اوس مهال یې د وسله والو له یو شمېر ډلګیو او محاذونو سره د سولې خبري پیل کړې دي، چې ګڼ شمېر وسله وال به له جګړې لاس واخلي او د سولې لاره به خپله کړي.

هغه زياته كړه، د يو مياشتنۍ پلټنې په پاى كې دې نتیجې ته رسېدلی دی، چې د هلمند جګړه له نظامي لارې نه شي ګټل کېدلى او باید د سولې پر خبرو فکر وشي.

د قهرمان په وينا، په همدې خاطر يې د وسله والو د یو شمېر ډلګیو او محاذونو په کچه خبرې پیل کړې دي او ډېر ژر به مثبته  نتیجه هم ورکړي.

نوموړي وویل، چې د هلمند پراخه جغرافیه، له پاکستان سره د دې ولایت پرانيستې پوله، د وسله والو په ډلو کې د دې ولایت د مېشتو لویو قومونو د ډېرو ځوانانو موجودیت او په حکومت کې دننه د ډېرو نیمګرتیاوو شتون هغه څه دي، چې له كبله یې هلته روانه جګړه د عملیاتو او جنګونو له لارې نه حل کېږي.

قهرمان په داسې حال كې دا خبرې کوي، چې له تېرې ورځې راهيسې وسله والو د هلمند ولایت په سنګين ولسوالۍ کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او حکومتي ځواکونو هم نن د سنګين ولسوالۍ د لارې د خلاصولو په هدف د عملیاتو د پيل خبر ورکړ.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA