د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نن سهار په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړى او په اسلام اباد کې د کونړ او هرات د پخواني والي فضل الله وحيدي د تښتول کېدو په اړه يې ورسره خپله جدي اندېښنه شريكه كړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په کابل کې د پاکستان سفير ابرار حسين ته وويل، چې افغانستان له پاكستانه غواړي، چې د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره د اختطاف کوونکې ډلې پېژندنې او د وحيدي د ژغورنې په برخه کې عاجل او جدي اقدام وکړي.

وحيدي د تېرې جمعې په ورځ په اسلام اباد کې لادرکه شوى دى.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په اسلام اباد كې له افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال سره ټيليفوني اړيکه نيولې او ژمنه يې كړې، چې د فضل الله وحيدي قضيه به خپله دی تعقيب کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ