رپوټونه وايي، چې نن سهار وختي د خيبر پښتونخوا ايالت مرکز پېښور، سوات او شاوخوا سيمو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
پاکستاني رسنيو د ځمک پېژندنې ادارې د چارواکو له قوله ويلي، چې د زلزلې شدت د ريکټر په کچه پنځه اعشاريه دوه ښودل شوى دى.
يادې ادارې د زلزلې مرکز د تاجکستان او افغانستان ترمنځ غرنۍ سيمه کې ۱۲۰ كيلو مټره تر ځمكې لاندې ښودلى دى.
تر اوسه د احتمالي مرګ ژوبلې او يا د مالي زيان په اړه څه نه دي ويل شوي. رپوټونه وايي، چې نن سهار وختي د خيبر پښتونخوا ايالت مرکز پېښور، سوات او شاوخوا سيمو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
پاکستاني رسنيو د ځمک پېژندنې ادارې د چارواکو له قوله ويلي، چې د زلزلې شدت د ريکټر په کچه پنځه اعشاريه دوه ښودل شوى دى.
يادې ادارې د زلزلې مرکز د تاجکستان او افغانستان ترمنځ غرنۍ سيمه کې ۱۲۰ كيلو مټره تر ځمكې لاندې ښودلى دى.
تر اوسه د احتمالي مرګ ژوبلې او يا د مالي زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.
روان لمريز کال په ټوله جنوبي آسيا کې د زلزلې سختو ټکانونو ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
ډېرى دغه زلزلې په پاکستان ،هند،افغانستان او نيپال کې شوې دي.


