ads

دفاع وزارت: د داعش بړستن مو ورټوله كړې

د ملي دفاع وزارت وايي، داعش په افغانستان کې ماتې خوړلې او دغه ډله نور د افغانستان لپاره کوم ګواښ نه دى.د دغه وزارت وياند دولت وزيري پرون په يوه خبري غونډه کې وويل، د داعش ډله په دې نيت افغانستان ته راغلې وه چې دلته لوى لوى مرکزونه جوړ کړي او له دې ځايه […]

نویسنده: TKG
25 سلواغه 1394
دفاع وزارت: د  داعش بړستن مو ورټوله كړې

د ملي دفاع وزارت وايي، داعش په افغانستان کې ماتې خوړلې او دغه ډله نور د افغانستان لپاره کوم ګواښ نه دى.
د دغه وزارت وياند دولت وزيري پرون په يوه خبري غونډه کې وويل، د داعش ډله په دې نيت افغانستان ته راغلې وه چې دلته لوى لوى مرکزونه جوړ کړي او له دې ځايه ټوله سيمه وګواښي خو په خبره يې هغوى په بېلابېلو ولايتونو کې هڅه وکړه خو ونه توانېدل د ملي دفاع وزارت وايي، داعش په افغانستان کې ماتې خوړلې او دغه ډله نور د افغانستان لپاره کوم ګواښ نه دى.
د دغه وزارت وياند دولت وزيري پرون په يوه خبري غونډه کې وويل، د داعش ډله په دې نيت افغانستان ته راغلې وه چې دلته لوى لوى مرکزونه جوړ کړي او له دې ځايه ټوله سيمه وګواښي خو په خبره يې هغوى په بېلابېلو ولايتونو کې هڅه وکړه خو ونه توانېدل: (( د داعش كم و زيات تحركات منو، خو هېڅ ځاى كې داسې مركز نه لري چې د  افغانستان لپاره خطر ولري، دوى په ارزګان، غزني يا ننګرهار كې يو ګروپ تحركات شايد ولري،  خو دا خطر چې داعش دلته لوى مركزونه جوړوي او له دې ځايه منځنۍ اسيا يا نورو هېوادونو ته ځان باسي هغه خطر له منځه تللى، داعشيان وژل شوي، ځپل شوي او ويلى شم چې د داعش بړستن مو ورټوله كړې ده.))
دا په داسې حال کې  ده چې څو موده وړاندې د ولسي جرګې لومړي مرستيال خبرداري ورکړ چې که د داعش پر وړاندې اقدام ونه شي نو وروسته يې مخنيوي ناشوني دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA