ads

ننګرهار: په تېرو ۳ اوونيو كې پر داعش ۲۰ هوايي بريدونه شوي

امريكايي چارواكي وايي، په تېرو دريو اوونيو كې يې په  افغانستان كې د داعش پر پټنځايونو ۲۰ بريدونه كړي دي.په  افغانستان كې د امريكايي ځواكونو  وياند جنرال ولسن شوفنر په پنټاګون كې خبريالانو ته د ويډيو كنفرانس له لارې ويلي، امريكا په افغانستان كې د داعش جنګياليو شمېر له زرو څخه تر ۳ زرو پورې […]

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1394
ننګرهار: په  تېرو ۳ اوونيو كې پر داعش ۲۰ هوايي بريدونه شوي

امريكايي چارواكي وايي، په تېرو دريو اوونيو كې يې په  افغانستان كې د داعش پر پټنځايونو ۲۰ بريدونه كړي دي.
په  افغانستان كې د امريكايي ځواكونو  وياند جنرال ولسن شوفنر په پنټاګون كې خبريالانو ته د ويډيو كنفرانس له لارې ويلي، امريكا په افغانستان كې د داعش جنګياليو شمېر له زرو څخه تر ۳ زرو پورې اټكل كړى دى. امريكايي چارواكي وايي، په تېرو دريو اوونيو كې يې په  افغانستان كې د داعش پر پټنځايونو ۲۰ بريدونه كړي دي.
په  افغانستان كې د امريكايي ځواكونو  وياند جنرال ولسن شوفنر په پنټاګون كې خبريالانو ته د ويډيو كنفرانس له لارې ويلي، امريكا په افغانستان كې د داعش جنګياليو شمېر له زرو څخه تر ۳ زرو پورې اټكل كړى دى.
شوفنر زياته كړې ده، د افغانستان په ختيځ كې د داعش نفوذ د ننګرهار په څلورو يا پنځو جنوبي ولسواليو كې زيات دى او غواړي دغلته خپله اډه جوړه كړي.
شوفنر دغه راز وايي، امريكا دا مهال په افغانستان كې په دوه لوريو كې ښكېل ده چې په ختيځ كې د داعش پر ضد هوايي بريدونه تنظيموي او په جنوبي برخه كې بيا له طالبانو سره په جګړه كې بوخت افغان پوځيانو ته جنګي مشاورين استوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA