د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ملي ځواكونو لخوا نن سهار د وسله والو پر ضد د شاهین ۱۸ په نوم چاڼیز عملیات پیل شول.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را ستول شوې، خبر پاڼه کې ویل شوې ، چې دا عمليات نن سهار د ملي اردو څلورمې پلې لوا له ملي پوليسو، سرحدي پوليسو، د عامه نظم پولیسو او ملي امنیت موظفینو سره یو ځای پيل كړل. د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ملي ځواكونو لخوا نن سهار د وسله والو پر ضد د شاهین ۱۸ په نوم چاڼیز عملیات پیل شول.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را ستول شوې، خبر پاڼه کې ویل شوې ، چې دا عمليات نن سهار د ملي اردو څلورمې پلې لوا له ملي پوليسو، سرحدي پوليسو، د عامه نظم پولیسو او ملي امنیت موظفینو سره یو ځای پيل كړل.
خبر پاڼه وایي، په دغو روانو عملیاتو کې به تصفیه شويو سیمو کې د داعش پر ضد ولسي پاڅون کوونکو ته پوستې جوړې کړي.
سرچینه زياتوي، په دغو عملیاتو کې به د ضرورت پر بنسټ له هوایي ځوک څخه هم کار واخلي.


