د کندهار د ټرافيكو مدیریت هغو ۳۷۸ تنو ته د موټر چلونې جوازونه ورکړل چې ۱۵ ورځې يې په دې برخه کې عملي او نظري زده کړې کړې وې.
د کندهار د ټرافيكو مدیر سمونوال محمد الله خان د لايسنسونو د ویش پر مهال رسنیو ته وویل چي د موټر چلونې د زده کړې او لايسنسونو د توزېع لړۍ يې چټکه کړې ده. د کندهار د ټرافيكو مدیریت هغو ۳۷۸ تنو ته د موټر چلونې جوازونه ورکړل چې ۱۵ ورځې يې په دې برخه کې عملي او نظري زده کړې کړې وې.
د کندهار د ټرافيكو مدیر سمونوال محمد الله خان د لايسنسونو د ویش پر مهال رسنیو ته وویل چي د موټر چلونې د زده کړې او لايسنسونو د توزېع لړۍ يې چټکه کړې ده.
نوموړي وویل، خلك اوس ډېر لیواله دي تر څو راشي او د لايسنس د ترلاسه كولو لپاره د موټر چلونې د زده کړې په کورسونو کي برخه واخلي.
محمد الله خان له دغو کسانو غوښتنه وکړه چې د ډرېورۍ په كورس كې يې چې څه زده كړي، هغه ټول څه دې د خپلو كورنيو د غړو تر څنګ خپلو نورو دوستانو ته هم ورسوي، تر څو په كندهار ښار كې ټرافيكي پېښې كمې شي.
د کندهار د ټرافيكو مدیریت چارواکي وايي، د ټرافيكي پېښو د كمښت لپاره يې تر دې دمه نه يوازې په مسلكي ډول ډرېورانو ته ټريننګ وركړى، بلكې په دې برخه كې يې د ښار په ټولو برخو كې ټرافيكي اشارې نصب كړي او اوس هڅه كوي د ښوونځيو زده كوونكو ته هم د ډرېورۍ زده كړې وركړي.


