ads

شړېدلی اقتصادي وضعیت

ایسا يا له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې چارواکي په پرله پسې توګه وايي چې په هېواد کې د پانګونې پر وړاندې پرتې ستونزې د ډېرېدو په حال کې دي او د تېر کال په پرتله د روان کال په درېیمه ربعه کې د پانګونې کچه راکمه شوې ده.ناامني، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو […]

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1394
شړېدلی اقتصادي وضعیت

ایسا يا له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې چارواکي په پرله پسې توګه وايي چې په هېواد کې د پانګونې پر وړاندې پرتې ستونزې د ډېرېدو په حال کې دي او د تېر کال په پرتله د روان کال په درېیمه ربعه کې د پانګونې کچه راکمه شوې ده.
ناامني، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل، د بنسټيزو پروژو نشتوالی، د پيسو كمښت، اداري فساد او د مالي امكاناتو نشتوالى د پانګونې د کمښت عمده عوامل بلل شوي دي. له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې مشر محمد قربان حقجو په کابل کې د (پانګونې د کچې وضعیت ته د کتنې) په نوم غونډه کې د یو لړ نورو ستونزو ترڅنګ د امنیت نشتوالی او اداري فساد د خصوصي سکټور پر وړاندې تر ټولو لویې ستونزې وبللې. حقجو وویل چې د افغانستان اقتصادي وضعیت له یوه نامعلوم او مبهم حالت سره مخ شوی؛ نو ځکه سوداګر پانګونې ته لېواله نه دي. ایسا يا له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې چارواکي په پرله پسې توګه وايي چې په هېواد کې د پانګونې پر وړاندې پرتې ستونزې د ډېرېدو په حال کې دي او د تېر کال په پرتله د روان کال په درېیمه ربعه کې د پانګونې کچه راکمه شوې ده.
ناامني، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل، د بنسټيزو پروژو نشتوالی، د پيسو كمښت، اداري فساد او د مالي امكاناتو نشتوالى د پانګونې د کمښت عمده عوامل بلل شوي دي. له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې مشر محمد قربان حقجو په کابل کې د (پانګونې د کچې وضعیت ته د کتنې) په نوم غونډه کې د یو لړ نورو ستونزو ترڅنګ د امنیت نشتوالی او اداري فساد د خصوصي سکټور پر وړاندې تر ټولو لویې ستونزې وبللې. حقجو وویل چې د افغانستان اقتصادي وضعیت له یوه نامعلوم او مبهم حالت سره مخ شوی؛ نو ځکه سوداګر پانګونې ته لېواله نه دي.   نوموړي زیاته کړې چې د یادو ستونزو له کبله د تېر کال په پرتله د سږکال په درېيمه ربعه کې د پانګونې په کچه کې ۲۲ په سلو کې کموالی راغلی دی: ((موږ له څو عمده ستونزو سره مخ يو، د امنيت نشتوالی، د اقتصاد سياسي بې ثباتي، اداري فساد، کمزورې زیربنا، پانګه وال مو پولي امکاناتو- مسلکي کسانو او پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاسرسی نه لري، په وچه کې ایسار افغانستان او کمزوری خصوصي سکټور.))
د ایسا ادارې مشر قربان حقجو له دولت څخه د خصوصي سکټور پر وړاندې د پرتو ستونزو د اواري غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه چې دولت دې د باور فضا رامنځ ته کړي.
بل لورته د اقتصادي چارو کارپوهان د ښاغلي حقجو د خبرو په تایید وايي چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی. د دوی په عقیده د امنیت نشتوالی د پانګونې پر وړاندې تر ټولو عمده فکتور دی چې خلک یې له سرمایه ګذارۍ څخه بې زاره کړي دي. د سوداګرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي مرستيال عبدالقدير بهمن پر همدغې باور دی. نوموړی وايي چې بې خونده امنیتي وضعیت کولای شي پر پانګونې تر دې زیاته بده اغېزه وکړي. د بهمن په خبره، هغه ارزونه چې دوی د هېواد په پنځو کلیدي ولایتونو( کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، بلخ) کې د کار د وضعیت په اړه ترسره کړې، ښيي چې سوداګر راتلونکې ته چندان ښې هیلې نه لري او د سوداګریزي راکړې ورکړې بهیر ورځ تر بلې مخ په ځوړ روان روان دی: ((زېربناوې کمزورې دي، سوداګر ډېرو پيسو ته لاسرسى نه لري، اداري فساد شته، امنیتي وضعیت خراب دى او بله جدي ستونزه د بازار خرابوالى دى چې سوداګر ترې سر ټكوي، همدارنګه ډېرى خلك بې پيسو شوي او د توكو اخستو ته لږه لېوالتيا لري.))
د بهمن د معلوماتو له مخې افغانستان له نړۍ سره د ۱۴ ملیارده ډالرو سوداګري لري چې په دې کې ۹۶ په سلو کې واردات او ۴ په سلو کې یې صادرات دي.
زیانمن سکتور
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي چې د پانګونې له اړخه تر ټولو زیات زیان ودانیز سکتور ته متوجه دی. د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي مشر عتیق الله نصرت وايي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال په دغه برخه کې ۸۳ملیونه ډالره پانګونه شوې، حال دا چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په دغه برخه کې ۲۰۰ ملیونه ډالره پانګه اېښودل شوې وه: (( دا ۸۵ په سلو کې کموالی ښيي.))
د اقتصادي چارو پوهان بیا په ودانیزه برخه کې د پانګوني کموالی د نړيوالو ځواكونو وتل او د خصوصي سكتور د پانګې اچونې د ملاتړ له پاره د دولت له خوا د اړتیا وړ ميكانيزم نشتوالى بولي. د پوهنتون استاد محمد رضا فرزام همدا خبره کوي. د نوموړي په عقیده د ساختماني چارو په برخه كې د پانګې اچونې كمى د نړيوالې ټولنې د مرستو له کمي او په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د لګښتونو د كموالي له كبله رامنځته شوى دى.
پر ودانیزو برخې سربېره د صنعت او تولید په برخه کې هم پانګونه راغورځېدلې ده. د ایسا ادارې ارزونې ښيي چې د صنعت په برخه کې تېر کال ۸۱ ملیونه ډالره پانګونه شوې، حال دا چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په دغه سکټور کې ۱۰۸ ملیونه ډالره پانګونه شوې وه.
د کرنې په سکتور کې د پانګونې کچه له ۱۷ ملیونه ډالرو څخه ۱۴ اعشاریه ۸ملیونه ډالرو ته راښکته شوې چې ۱۲ په سلو کې کموالی په ګوته کوي.
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د اقتصاد وزارت مسلكي مرستيال محمد اسماعيل رحيمي بيا بهرنۍ مرستې د هېواد په اقتصاد كې چندان ګټورې نه بولي. د هغه په عقیده د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لویه برخه د کرنې په سکټور پورې تړلې نه په بهرنیو مرستو: په ۲۰۰۲ میلادي كال كې د خدماتو د سكتور ونډه د اقتصاد په پرمختګ كې ۳۵ فيصده وه، خو په ۲۰۱۲ كال كې دا ونډه ۵۳ فيصده شوه او د صنايعو او كرنې سكتورونه په دې كلونو كې ثابت پاتې شوي دي.”

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA