د خوست والي حكم خان حبيبي تېره ورځ د خوست په یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ کې د یوې لویې غونډې پرمهال له ولسونو غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان ښوونځيو ته شامل او په دې ډول يې راتلونکی تضمین کړي.
حکم خان حبیبي وویل، دا چې د نوي ښوونیز کال پیل ته کم وخت پاتې دی، نو په کار ده کورنۍ پر هغو ماشومانو سر له اوسه فکر وکړي چې ښوونځي ته د شموليت شرايط یې پوره کړي وي. د خوست والي حكم خان حبيبي تېره ورځ د خوست په یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ کې د یوې لویې غونډې پرمهال له ولسونو غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان ښوونځيو ته شامل او په دې ډول يې راتلونکی تضمین کړي.
حکم خان حبیبي وویل، دا چې د نوي ښوونیز کال پیل ته کم وخت پاتې دی، نو په کار ده کورنۍ پر هغو ماشومانو سر له اوسه فکر وکړي چې ښوونځي ته د شموليت شرايط یې پوره کړي وي.
نوموړي وویل، سره له دې چې په ښوونځيو کې به نیمګړتیاوې وي، خو هڅه یې داده چې د معیاري زده کړو لپاره زمینه برابره کړي: (( خوستيانو وروڼو! تاسو په کمه ډوډۍ، لوڅو پښو او کمو امکاناتو ژوند وکړئ خو ماشومان له زده کړو مه محروموئ. ځكه چې د پرمختګ بنسټیزه لار زده کړه ده او په کار ده چې دې هدف ته ځانونه ورسوو.))
دا په داسې حال كې ده چې د معلوماتو له مخې دا مهال د خوست په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۲۹ زره نجونې او هلکان په ښوونځيو کې پر زده کړو بوخت دي.
د سرپناه کموالی، د تدریسي کتابونو کمښت، د مسلکي ښوونکو كمښت او د عملي زده کړو نشتوالى هغه ستونزې دي چې د خوست د ښوونځيو تدریسي بهیر ورسره مخامخ دی.


