د ننګرهار د اچین ولسوال غالب مجاهد د کابل – جلال اباد په لویه لاره د یوې ټرافیکي پيښې له امله ټپي شوی دی.
چارواکي وايي، د نوموړي کرولا موټر نن سهار د کابل سروبي ولسوالۍ اړوند ټکر کړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي کلید ته وویل، حاجي غالب غوښتل نن سهار كابل ته ولاړ شي خو د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې کرولا ډوله موټر له یو بل کرولا ډوله موټر سره ټکر وکړ. د ننګرهار د اچین ولسوال غالب مجاهد د کابل – جلال اباد په لویه لاره د یوې ټرافیکي پيښې له امله ټپي شوی دی.
چارواکي وايي، د نوموړي کرولا موټر نن سهار د کابل سروبي ولسوالۍ اړوند ټکر کړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي کلید ته وویل، حاجي غالب غوښتل نن سهار كابل ته ولاړ شي خو د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې کرولا ډوله موټر له یو بل کرولا ډوله موټر سره ټکر وکړ.
هغه زیاته کړه، په د پېښه کې د ولسوال غالب مجاهد سره د هغه موټر چلوونکی او یو ساتونکی هم ټپيان شوي؛ خو روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی .
ولسوال غالب هم کلید سره په خبرو کې خپل روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ یاد کړ او زیاته یې کړه، چې اوسمهال د سروبي ولسوالۍ په روغتون کې بستر دی.
تر اوسه د دغې ترافیکي پيښې د علت په اړه چارواکو څه نه دي ویلي.


