ads

په هېواد كې پر پايداره سولې د جمهور رئيس غني ټينګار

جمهور رئيس غني وايي، افغانستان سوله غواړي، خو پايداره، باعزته او هغه سوله چې د افغانانو ژوند خوندي كړي. جمهور رئيس غني وايي، افغانستان سوله غواړي، خو پايداره، باعزته او هغه سوله چې د افغانانو ژوند خوندي كړي.جمهور رئيس زياته كړه، افغانان سوله غواړي، اما د افغانانو د سولې پيغام زور ته د تسليمېدو په […]

نویسنده: TKG
22 سلواغه 1394
په هېواد كې پر پايداره سولې د جمهور رئيس غني ټينګار

جمهور رئيس غني وايي، افغانستان سوله غواړي، خو پايداره، باعزته او هغه سوله چې د افغانانو ژوند خوندي كړي.

جمهور رئيس غني وايي، افغانستان سوله غواړي، خو پايداره، باعزته او هغه سوله چې د افغانانو ژوند خوندي كړي.
جمهور رئيس زياته كړه، افغانان سوله غواړي، اما د افغانانو د سولې پيغام زور ته د تسليمېدو په مانا نه دى. د ده په خبره، د سولې هر ډول خبرې به د اساسي قانون تر چتر لاندې ترسره شي.
جمهور رئيس غني چې د پنجشنبې په ورځ يې د هوايي ځواكونو د كړنو په ننداره كې خبرې كولې وويل، هيڅكله به د امنيتي ځواكونو له خوا د جګړې په ډګر كې شته لاسته راوړنو باندې معامله و نه كړي.
د جمهور رئيس غني په خبره، هغه كسان چې سوله كوي، دوى اماده دي چې په غېږ كې يې ونيسي، خو هغه كسان چې د سولې غږ ته په جګړې سره ځواب وركوي، امنيتي ځواكونه به يې نابود كړي.
دا په داسې حال كې ده چې تمه ده چې ډېر ژر د افغان حكومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په اړه مخامخ خبرې اترې پيل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA