ads

په بغلان كې د جګړو له كبله د بېځايه شويو كډوالو په اړه اندېښنې

د بغلان سيمه ييز چارواكي د دې ولايت په ډنډغوري سيمه كې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له كبله د لسګونو كورنيو د بې ځايه كېدو  خبر وركوي. د بغلان سيمه ييز چارواكي د دې ولايت په ډنډغوري سيمه كې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې […]

نویسنده: TKG
22 سلواغه 1394
په بغلان كې د جګړو له كبله د بېځايه شويو كډوالو په اړه اندېښنې

د بغلان سيمه ييز چارواكي د دې ولايت په ډنډغوري سيمه كې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له كبله د لسګونو كورنيو د بې ځايه كېدو  خبر وركوي.

د بغلان سيمه ييز چارواكي د دې ولايت په ډنډغوري سيمه كې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له كبله د لسګونو كورنيو د بې ځايه كېدو په اړه خبر وركوي.

د بغلان د ولايتي شورا د يو شمېر وكيلانو له قوله چې لسګونه كورنۍ په بغلان د جګړې له كبله په سړې هوا او لوږه كې ژوند كوي.
د بغلان د والي وياند محمود حقمل وايي، د جګړې له كبله د بې ځايه شويو كورنيو لپاره د ژوند كولو مشخصه سيمه نه شته او د سړې هوا او لوږې له كبله څو كورنۍ په يوه كور كې اوسېږي.
راپورونه وايي، يو شمېر  كورنۍ توانېدلي چې يوازې يو جوړه جامي له كورونو را وباسي او تر اوسه ورسره كومه لازمه مرسته د چا له خوا نه ده شوې.
وروسته له دې چې طالبانو په ډنډ غوري كې له حكومت سره خپله شوى هوكړه ليك لمنځه يوړ، د افغان ځواكونو له خوا په سيمه كې عمليات پيل شول چې تر اوسه په كې۱۳۰   وسله وال وژل شوې او  ۹۵   نور ټپيان دي.
په دې عملياتو كې د ملي اردو يو سرتيرى  هم وژل شوى او څلور نور ټپيان دي. همدرانګه يو پوليس وژل شوى او دوه نورو ته ټپ رسېدلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA