وسله والو طالبانو پرون په بغلان له تاجكستانه د واردېدونكې برېښنا يوه بله پايه ړنګه كړې ده. وسله والو طالبانو پرون په بغلان له تاجكستانه د واردېدونكې برېښنا يوه بله پايه ړنګه كړې ده.
د بغلان د والي وياند محمود حقمل كليد ته وويل ، د برېښنا دا پايه د ډنډ شهاب الدين په بابه نظر سيمه كې ړنګه شوې ده. د حقمل په خبره، د برېښنا دې پايې له تاجكستانه اويا كيلو واټ برېښنا لېږدوله چې طالبانو لمنځه وړې ده.
له دې مخكې هم په ډڼډ شهاب الدين ولسوالي كې د برېښنا دوه پايې ړنګې شوې وې چې تر اوسه يې د رغولو چارې نه دې پيل شوې.
وسله والو طالبانو له حكومت سره په دې ډول شرط كښلى چې په سيمه كې به نظامي عملياتودرېدو سره سم د برېښنا د پايو درېدو ته اجازه وركړي.
كابل له نږدې درې اوونيو برېښنا نه لري چې خلكو ته يې سختې ستونزې زېږولي دي.


