افغان جمهور رئيس امريكا د افغانستان نږدې ملګرې ګڼي چې په سختو حالاتو كې يې له افغانستان ملاتړ كړى. جمهور رئيس غني چې د پنجشنبې په ورځ يې د هوايي ځواكونو د كړنو په ننداره كې خبرې كولې وويل، افغانستان به هيڅكله هم د امريكا مرستې له ياده و نه باسي. افغان جمهور رئيس امريكا د افغانستان نږدې ملګرې ګڼي چې په سختو حالاتو كې يې له افغانستان ملاتړ كړى. جمهور رئيس غني چې د پنجشنبې په ورځ يې د هوايي ځواكونو د كړنو په ننداره كې خبرې كولې وويل، افغانستان به هيڅكله هم د امريكا مرستې له ياده و نه باسي.
جمهور رئيس غني چې د جګړې په ډګر كې يې د هوايي ځواك پر موثروالي ټينګار كوي، زياتوي چې اوس هم د هېواد د هوايي ځواك په پښو درولو لپاره هڅې روانې دي او په نږدې راتلونكې كې به لا مجهز شي.
دا په داسې حال كې ده چې امريكا په دې وروستيو كې څلور بم غورځونكي سوپرتوكانو او هند همدرانګه ۴ جنګي هليكوپټرې د افغانستان په واك كې وركړې او يو شمېر نور به راتلونكې مياشت كې افغان هوايي ځواكونو ته وسپارل شي.


