ads

د خپلواكۍ د اتل غازي امان الله خان مزار جوړېږي

د ننګرهار چارواكي وايي، ډېر ژر به د هېواد د خپلواكۍ د ګټونكي اتل غازي امان الله خان مزار په اساسي شكل ورغول شي. د ننګرهار چارواكي وايي، ډېر ژر به د هېواد د خپلواكۍ د ګټونكي اتل غازي امان الله خان مزار په اساسي شكل ورغول شي.د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره كليد ته […]

نویسنده: TKG
22 سلواغه 1394
د خپلواكۍ د اتل غازي امان الله خان مزار جوړېږي

د ننګرهار چارواكي وايي، ډېر ژر به د هېواد د خپلواكۍ د ګټونكي اتل غازي امان الله خان مزار په اساسي شكل ورغول شي. د ننګرهار چارواكي وايي، ډېر ژر به د هېواد د خپلواكۍ د ګټونكي اتل غازي امان الله خان مزار په اساسي شكل ورغول شي.
د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوې، د غازي د مزار د جوړېدو په اړه امر جمهور رئيس غني ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال وركړى دى.
خبرپاڼه زياتوي، د دغه مزار د جوړېدو په موخه د ښار جوړونې وزارت مرستيال امرالدين سالک په مشرۍ يو پلاوي نن جلال اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې له والي سليم کندوزي سره په كتنه كې وويل چې د جمهور رئيس په لارښوونه يې ننګرهار ولايت ته د بېلابېلو ادارو د استازو په ګډون سفر کړی او موخه يې د غازي امان الله خان مزار د جوړېدو لپاره تخنيکي سروې ترسره کول دي.
هغه زياته کړه، د دې سروې وروسته به د دغه مزار لپاره بودجه هم ځانګړې شي او د دوی تخنيکې ډلې له لوري به د مزار ځانګړي ډيزاينونه هم جوړ شي چې تر منظورۍ وروسته به يې عملي چارې هم پيل کړي .
د خبرپاڼې په حواله، د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د دې ليدنې پر مهال ويلي، په اساسي ډول د هېواد د خپلواکۍ اتل غازي امان الله د مزار د جوړېدو په موخه يې جمهور رئيس، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او همدا راز د کابينې په غونډه کې يې هم وړانديزونه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA