ads

پكتيا كې ۱۲ رغنيزې پروژې بشپړې شوې

د پکتيا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست تر چتر لاندې د پاملرنې موسسې په څه د پاسه ۴۶ ميليونه افغانيو مالي مرسته ۱۲ رغنيزې پروژې بشپړې شوې، چې د سيمې اوسېدونکي ورته خوشحاله دي. د پکتيا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست […]

نویسنده: TKG
21 سلواغه 1394
پكتيا كې ۱۲ رغنيزې پروژې بشپړې شوې

د پکتيا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست تر چتر لاندې د پاملرنې موسسې په څه د پاسه ۴۶ ميليونه افغانيو مالي مرسته ۱۲ رغنيزې پروژې بشپړې شوې، چې د سيمې اوسېدونکي ورته خوشحاله دي.

د پکتيا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست تر چتر لاندې د پاملرنې موسسې په څه د پاسه ۴۶ ميليونه افغانيو مالي مرسته ۱۲ رغنيزې پروژې بشپړې شوې، چې د سيمې اوسېدونکي ورته خوشحاله دي.
په دې رغنيزو پروژو کې استنادي دېوالونه، مېلمستونونه، پلچکونه او نورې کليوالي رغنيزې پروژې شاملې دي، چې د روان لمريز کال په اوږدو کې يې چارې پيل او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د کليو د بيارغونې او پراختيا سرپرست رئيس نذير خان منګل وايي، چې بشپړې شوې ۱۲ پروژې يې د پاملرنې موسسې په مالي ملاتړ د ملي پيوستون د پروګرام له مخې ترسره کړې دي.
د هغه په وينا، دوی د وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې يو لړ نورې رغنيزې پروژې هم لري، چې زياته برخه کارونه يې تکميل شوي دي.
نوموړی زياتوي، د وزې ځدراڼ ولسوالۍ تر څنګ يې د پکتيا اړوند په دوو نورو ولسواليو کې هم رغنيرې چارې روانې دي.
د پکتيا وزې ځدراڼ ولسوالي کې داسې وخت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له لوري ۱۲ رغنيزې پروژې بشپړېږي، چې په تېرو نږدې پنځلسو کلونو کې درې ځدراڼ مېشتې ولسوالۍ يوازې د جګړې ډګر وې.
له دې ولسواليو څخه د رغونې کم خبرونه تر اوسه ورکړل شوي دي او اوسېدونکي يې خورا کمزوری اقتصاد حالت لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA