ads

وسله والو د خوست د عامې روغتیا رئيس ټپي کړ

د خوست د عامې روغتیا رئیس محمد هاشم سعیدي نن سهار د وسله والو په ډزو ټپي شوی دی. سرچینې وايي، نوموړی چې له خپل کور څخه ښار ته روان و، د خوست مرکز د متون په ګلزار اکا سیمه كې ورنه وسله وال مخکې شوي او د ده موټر یې درولی دی. د خوست […]

نویسنده: TKG
21 سلواغه 1394
وسله والو د خوست د عامې روغتیا رئيس ټپي کړ

د خوست د عامې روغتیا رئیس محمد هاشم سعیدي نن سهار د وسله والو په ډزو ټپي شوی دی. سرچینې وايي، نوموړی چې له خپل کور څخه ښار ته روان و، د خوست مرکز د متون په ګلزار اکا سیمه كې ورنه وسله وال مخکې شوي او د ده موټر یې درولی دی.

د خوست د عامې روغتیا رئیس محمد هاشم سعیدي نن سهار د وسله والو په ډزو ټپي شوی دی.

سرچینې وايي، نوموړی چې له خپل کور څخه ښار ته روان و، د خوست مرکز د متون په ګلزار اکا سیمه كې ورنه وسله وال مخکې شوي او د ده موټر یې درولی دی.

د امنیتي سرچینو په وينا، کله چې هغوی غوښتل محمد هاشم سعیدي وتښتوي، نو ورسره لاس او ګرېوان شوى، بالاخره یو تن وسله وال پرې د تومانچې ډز کړی او هغه یې د ملا په برخه کې ټپي کړی دی.

د خوست والي حکم خان حبیبي د سعيدي د وضعیت کتلو په هدف ولایتي روغتون ته ورغی او هلته یې له رسنیو سره په لنډو خبرو کې پر نوموړي برید وغانده.

حبيبي وویل، امنیتي ادارو ته یې امر کړی، چې په ډېر عاجل ډول عملیات پيل کړي او د دې پېښې عاملین ونیسي.

نوموړي دغه راز د هغو امنیتي پوستو په اړه هم د پلټنو خبر ورکړ، چې پېښې ته په نیږدې ځای کې موقعیت لري.

روغتیايي سرچینې وايي، د محمد هاشم سعیدي روغتيايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA