په ننګرهار کې د ملي پوليسو د جلب او جذب په چوکاټ کې د ماشومانو د ملاتړ مرکز پرانيستل شو. چارواکي وايي، چې دغه مرکز تېره ورځ د ننګرهار په امنيه قوماندانۍ کې پرانيستل شوى.
په ننګرهار کې د ملي پوليسو د جلب او جذب په چوکاټ کې د ماشومانو د ملاتړ مرکز پرانيستل شو.
چارواکي وايي، چې دغه مرکز تېره ورځ د ننګرهار په امنيه قوماندانۍ کې پرانيستل شوى.
د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې په دغه مرکز کې به له اتلسو کلونو د کم عمره ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ او د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د هغوى د جذب مخنيوي په هدف هلې ځلې کېږي.
په خبرپاڼه کې د کورنيو چارو وزارت د بشري حقونو رياست د مرستيال له قوله راغلي، دغه وزارت هڅه كوي، چې د پوليسو په ليکو کې له اتلس کلنۍ څخه د کم عمره خلکو مخنيوى وکړي.
سرچينه وايي، چې له دغه مرکز سره په ختيځ کې د يوناما پر مسوولينو سربېره د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم د خپلو مرستو ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېر کله يو شمېر خلک وايي، چې د پوليسو په ليکو کې له اتلس کلونو کم عمره كسان جذبېږي.


