د ننګرهار پوهنتون چارواکي وایي، د ۱۳۹۵ کال لپاره یې د دولسمو ټولګیو له فارغانو په سږنۍ کانکورازموینه کې ۹۵ تنه هغه کسان نیولي، چې تقلب کاري یې کوله.
د ننګرهار پوهنتون چارواکي وایي، د ۱۳۹۵ کال لپاره یې د دولسمو ټولګیو له فارغانو په سږنۍ کانکورازموینه کې ۹۵ تنه هغه کسان نیولي، چې تقلب کاري یې کوله.
د دوى په خبره، دغه کسان یې د کانکور ازموینې په درې ورځو کې نیولي دي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهندوی ببرک میاخېل نن په یوه خبري غونډه کې وویل، سږ کال یې د کانکور ازموینې په درې واړو ورځو کې هغه ۹۵ تنه نیولي، چې غوښتل یې د بل چا په ځای په ازموینه کې ګډون وکړي.
نوموړی وایي، دغه کسان یې امنیتي ځواکونو ته سپارلي او ډېر ژر به د نور تعقیب لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېر کله د کانکور په ازموینو کې خلک د درغلیو له شتونه یادونه کوي او وایي، چې حق حقدار ته نه سپارل کېږي.


