ads

لغمان کې ۲۳ جریبه شخصي ځمکه د پوهنې ریاست ته ورکړل شوه

په لغمان کې د ۳۸ ميلیونه افغانیو په ارزښت یوه اندازه ځمکه د ځايي اوسېدونکو له لوري د پوهنې ریاست په واک کې ورکړل شوه. چارواکي وایي، چې دغه ځمکه پر مرکز سربېره په ولسوالیو کې د دیني مدرسو او ښوونځيو جوړېدو ته ځانګړې شوه. په لغمان کې د ۳۸ ميلیونه افغانیو په ارزښت یوه […]

نویسنده: TKG
21 سلواغه 1394
لغمان کې ۲۳ جریبه شخصي ځمکه د پوهنې ریاست ته ورکړل شوه

په لغمان کې د ۳۸ ميلیونه افغانیو په ارزښت یوه اندازه ځمکه د ځايي اوسېدونکو له لوري د پوهنې ریاست په واک کې ورکړل شوه. چارواکي وایي، چې دغه ځمکه پر مرکز سربېره په ولسوالیو کې د دیني مدرسو او ښوونځيو جوړېدو ته ځانګړې شوه.

په لغمان کې د ۳۸ ميلیونه افغانیو په ارزښت یوه اندازه ځمکه د ځايي اوسېدونکو له لوري د پوهنې ریاست په واک کې ورکړل شوه.
چارواکي وایي، چې دغه ځمکه پر مرکز سربېره په ولسوالیو کې د دیني مدرسو او ښوونځيو جوړېدو ته ځانګړې شوه.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، د۱۱ دیني مدرسو او یو شمېر ښوونځیو لپاره له ۲۳ جریبه څخه ډېره ځمکه، چې پکې به دیني مدرسې او ښوونځي په نوې او عصري بڼه ورغول شي، د سیمو اوسېدونکو د دولت په واک کې ورکړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په ځانګړې شوې ځمکه کې به د الیشنګ دارالمعلمین، د قرغه یي د میاخېل ابتدایي ښوونځي، د قرغه يي د دار ارقم دیني مدرسې، د شمکټ د پشه یي نسوان ابتدایه ښوونځي، د الیشنګ قلعه شرف الدین نسوان ابتدايه ښوونځي، د الیشنګ تعلیم القران دیني مدرسې، د الیشنګ كردی سالاب ابتدایه ښوونځي، د الیشنګ د میا صاحب د دارالحفاظ، د قرغه يي د ولس دره ابتدایه ښوونځي او د قرغه يي مشله کمر ابتدايه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړې شي.
د معلوماتو له مخې، اوسمهال په لغمان کې (یولک پنځه نوي زره پنځه سوه دوه اویا) زده کوونکي ښوونځیو ته ځي، چې شاوخوا نهه اویا زره یې نجونې دي.
د دغو زده کوونکو ډېره برخه لا هم د سرپنا نشتوالي ستونزې سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA