د کونړ امنیتي چارواکي وایي، چې د یوې زړې سرګلولې د چاودنې له كبله په وټه پور ولسوالۍ کې دوه ماشومان وژل شوي دي. د دوى په وينا، دغه پېښه پرون مازیګر شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوې ده.
د کونړ امنیتي چارواکي وایي، چې د یوې زړې سرګلولې د چاودنې له كبله په وټه پور ولسوالۍ کې دوه ماشومان وژل شوي دي.
د دوى په وينا، دغه پېښه پرون مازیګر شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوې ده.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فریدالله دهقان نن کلید ته وویل، چې پرون د وټه پور ولسوالۍ د مناګي په سیمه کې د یوې زړې سرګلولې د چاودنې له كبله د یوې کورنۍ دوه غړي، چې ورور او خور وو، وژل شوي دي.
نوموړی وايي، چې د دغې سرګلولې د چاودنې له كبله بل چا ته کوم زیان نه دى اوښتی.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د تېرو جګړو له كبله یو شمېر ناچاوده توکو د خلکو ژوند اخیستی دی.


