د کندهار امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو هغه دوه وسله وال نیولي، چې غوښتل يې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځانونه ثبت کړي او وروسته د خپلې پوستې پوليس ووژني.
د کندهار امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو هغه دوه وسله وال نیولي، چې غوښتل يې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځانونه ثبت کړي او وروسته د خپلې پوستې پوليس ووژني.
پولیس وايي، یاد دوه کسان د ميانشين ولسوالۍ قوماندانۍ ته ورغلي وو او غوښتل يې په پولیسو کې ځانونه ثبت کړي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني کلید ته وویل، چې یاد کسان د پولیسو د پېژاند مامورینو پېژندلي او نیولي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې له نيول شويو کسانو نور تحقیقات روان دي.
د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې په وار – وار د پولیسو له منځ څخه د وسله والو طالبانو نفوذي ملګرو پر نورو پولیسو حملې کړي او د پوستې د ټولو سرتېرو له وژلو وروسته يې وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.
خو د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د دې ستونزې د حل لپاره يې کارونه ګړندي کړي او هغه ټول کسان به ونيسي، چې د پولیسو په لیکو کې د وسله والو لپاره فعالیتونه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


