د کندهار والي وايي، د ملي امنيتي ځواکونو له پياوړتيا سره د وسله والو مخالفينو مورال كمزورى شوی او له ماتې سره مخ دي. د کندهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، والي همايون عزيزي دا څرګندونې نن په امنيتي غونډه کې، چې په ولايت مقام کې جوړه شوې وه، وکړې.
د کندهار والي وايي، د ملي امنيتي ځواکونو له پياوړتيا سره د وسله والو مخالفينو مورال كمزورى شوی او له ماتې سره مخ دي.
د کندهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، والي همايون عزيزي دا څرګندونې نن په امنيتي غونډه کې، چې په ولايت مقام کې جوړه شوې وه، وکړې.
په غونډه کې د ملي امنيتي ځواکونو ګڼ شمېر مسوولينو ګډون کړی وو.
د کندهار والي همايون عزيزي وويل، ملي امنيتي ځواکونه ورځ تر بلې قوي کېږي او تجهيزات ترلاسه کوي، چې له دې سره د دښمن مورال ډېر كمزورى شوی دی.
هغه زياته كړه، چې په دې وروستيو کې ملي امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفینو پټنځايونه په نښه کړي او له تېښتي سره يې مخ کړي دي.
والي د امنيتي ځواکونو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د وسله والو مخالفینو پاتې پټنځايونه له منځه يوسي.
نوموړي همدارنګه له ټولو امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې کندهار ته د ولسمشر د تګ په ورځ يې امنيت خوندي کړی او ستړيا يې ګاللې وه.


