د سالنګونو پر لويه لار د ټرافيكي پېښې له كبله له ۲۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول جنرال محمد رجب كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا نهه بجې يو مسافر وړونكى موټر، چې له جنوبي سالنګ څخه د هېواد شمال لور ته په حركت كې و، په پل خاكي سيمه كې له سړكه وتلى او چپه شوى دى.
د سالنګونو پر لويه لار د ټرافيكي پېښې له كبله له ۲۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول جنرال محمد رجب كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا نهه بجې يو مسافر وړونكى موټر، چې له جنوبي سالنګ څخه د هېواد شمال لور ته په حركت كې و، په پل خاكي سيمه كې له سړكه وتلى او چپه شوى دى.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې دوه تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
نوموړى زياتوي، چې اوسمهال په جنوبي سالنګ کې سخت توپان دى او له همدې كبله يې لاره د ټرافيكو پر مخ تړلې ده.
هر کال په ژمي کې په سالنګونو کې سختې واورې اوري او کله نا کله مسافر له سختو ستونزو او آن د مرګ له خطر سره مخ کوي.


