ads

خوست کې ۱۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د ملي پيوستون پروګرام د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د ملي پيوستون پروګرام د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل […]

نویسنده: TKG
21 سلواغه 1394
خوست کې ۱۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د ملي پيوستون پروګرام د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د ملي پيوستون پروګرام د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، په یادو پروژو کې د اوبو ذخیرې، د اوبو یو کانال، پلچکونه، درېیمه درجه جغلي سړکونه، د جرګو تالار او یو شمېر نورې لویې او وړې پروژې شاملې دي.
د هغه په وينا، یادې پروژې د تڼیو ولسوالۍ د تره خېلو په سیمه کې بشپړې شوي، چې ټول لګښت یې یوولس میلیونه درې لکه اویا زره افغانۍ دی.
نوموړى زياتوي، په دې سره به د خلکو هغه ستونزې اوارې شي، چې تر دې وړاندې ورسره لاس او ګرېوان وو.
حبيبي د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د یادو پروژو په ساتنه کې خپل مسوولیت په سم ډول ادا کړي او د تخریب مخینوی یې وکړي.
د سیمې اوسېدونکي د یادو پروژو په تطبیق خوښي څرګندوي او وایي، چې په دې سره به یې د ورځني ژوند ګڼې ستونزې له منځه ولاړې شي.
دوی دغه راز د یو شمېر نورو ټولګټو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي او زياتوي، چې په دې برخه کې به له دولت سره د دوی ولسي ملاتړ تل جاري وي.
په ورته مهال د تڼیو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ سکټوري ریاستونو او مرسته کوونکو موسسو ته بلنه ورکوي، چې په تڼیو ولسوالۍ کې بېلابېلې پروژې پلي کړي.
هغه وایي، چې په امنیتي لحاظ یاده سیمه با امنه ده او د دا ډول پروژو د تطبیق په وړاندې هېڅ ډول ستونزې نشته.
د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د کارډیف په نوم نوی پروګرام پرانیستل شو او ټاکل شوې، چې د دغه پروګرام له مخې د خوست په څلورو ولسوالیو کې بېلابېلې پروژې پیل شي.
ویل کېږي، چې په دغو پروژو کې به ګڼو بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA