ads

چارواكي: په بغلان كې د امنيتي ځواكونو عمليات فرش شويو ماينونو اوږده كړي

د بغلان والي عبدالستار بارز وايي، په دې ولايت كې د امنيتي ځواكونو عمليات په برياليتوب مخته روان دي.نوموړي نن كليد ته وويل، چې امنيتي ځواكونه اوسمهال په مركزي بغلان او ډنډ غوري ولسواليو كې له وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي.د هغه په وينا، په مركزي بغلان ولسوالۍكې يو شمېر سيمې له […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1394
چارواكي: په بغلان كې د امنيتي ځواكونو عمليات فرش شويو ماينونو اوږده كړي

د بغلان والي عبدالستار بارز وايي، په دې ولايت كې د امنيتي ځواكونو عمليات په برياليتوب مخته روان دي.
نوموړي نن كليد ته وويل، چې امنيتي ځواكونه اوسمهال په مركزي بغلان او ډنډ غوري ولسواليو كې له وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي.
د هغه په وينا، په مركزي بغلان ولسوالۍكې يو شمېر سيمې له وسله والو مخالفينو بېرته نيول شوې دي. د بغلان والي عبدالستار بارز وايي، په دې ولايت كې د امنيتي ځواكونو عمليات په برياليتوب مخته روان دي.
نوموړي نن كليد ته وويل، چې امنيتي ځواكونه اوسمهال په مركزي بغلان او ډنډ غوري ولسواليو كې له وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي.
د هغه په وينا، په مركزي بغلان ولسوالۍكې يو شمېر سيمې له وسله والو مخالفينو بېرته نيول شوې دي.
هغه زياته كړه، چې په ډنډ غوري ولسوالۍ كې وسله والو مخالفينو ماينونه ځاى پر ځاى كړي او له همدې كبله د امنيتي ځواكونو عملياتو ډېر وخت ونيو: (( په دوه خطونو كې عمليات روان دي، په مركزي بغلان او ډنډ غوري كې په لارو كې ماينونه فرش شوي، دې لږ وخت ونيو، په مركزي بغلان كې مخامخ جګړه روانه ده، كوك چنار، علاو الدين او منګليان سيمې طالبانو سره وې، بېرته اوس د حكومتي ځواكونو په لاس كې دي، جګړه لا هم روانه ده.))
د يادونې وړ ده، چې په مركزي بغلان ولسوالۍ كې د جګړې له كبله لسګونه كورنۍ خوندي ځايونو ته بېځايه شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA