د ملي يووالي حكومت وايي، تر دې وروسته د كابينې د غړو په ګډون هېڅ كس هم نه شي كولاى له تورو شيشو لرونكو موټرونو استفاده وكړي.
دا اړتيا له هغه وروسته لا مطرح شوه چې تر دې وړاندې حكومتي چارواكو ويلي وو، چې په يو شمېر ترهګريزو بريدونو كې د تورو شيشو لرونكو موټرونو څخه ګټه اخيستل شوې.
د جمهور رئيس مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي د دوشنبه په ورځ خبري ناستې ته وويل، د كابينې غړو هوكړه كړې چې تر دې وروسته هېڅ كس هم له تورو شيشو لرونكو موټرونو استفاده نه شي كولاى. د ملي يووالي حكومت وايي، تر دې وروسته د كابينې د غړو په ګډون هېڅ كس هم نه شي كولاى له تورو شيشو لرونكو موټرونو استفاده وكړي.
دا اړتيا له هغه وروسته لا مطرح شوه چې تر دې وړاندې حكومتي چارواكو ويلي وو، چې په يو شمېر ترهګريزو بريدونو كې د تورو شيشو لرونكو موټرونو څخه ګټه اخيستل شوې.
د جمهور رئيس مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي د دوشنبه په ورځ خبري ناستې ته وويل، د كابينې غړو هوكړه كړې چې تر دې وروسته هېڅ كس هم له تورو شيشو لرونكو موټرونو استفاده نه شي كولاى.
كابينې دغه راز پرېكړه كړې چې تر دې وروسته به د كابينې د غړو د ساتونكو په ګډون ټول امنيتي كسان له يو ډول يونېفورم څخه استفاده كوي څو د ښار نظم خراب نه شي.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې پر هغه وسله والو د خلكو نيوكو شتون درلود چې وسلې لري او په بېلا بېلو جامو كې ليدل كېږي.


