ads

نيمروز کې ۸ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په نيمروز ولايت کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام  ۸  پروژې د درې اعشاريه څلور  ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او په دې وروستيو كې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.د ملي پيوستون پروګرام د عامه اړيکو دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1394
نيمروز کې ۸ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په نيمروز ولايت کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام  ۸  پروژې د درې اعشاريه څلور  ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او په دې وروستيو كې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ملي پيوستون پروګرام د عامه اړيکو دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د نيمروز ولايت په كنګ، چخانسور او دلارام ولسواليو كې بشپړې شوې دي. په نيمروز ولايت کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام  ۸  پروژې د درې اعشاريه څلور  ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او په دې وروستيو كې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ملي پيوستون پروګرام د عامه اړيکو دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د نيمروز ولايت په كنګ، چخانسور او دلارام ولسواليو كې بشپړې شوې دي.
د سرچينې په وينا، په دې پروژو کې د ټولنيزو مركزونو، استنادي دېوالونو، لاسي بمبو او پلګوټو جوړول شامل دي، چې ۴۹۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي.
سرچينه زياتوي، د ملي پيوستون پروګرام تراوسه توانېدلى، چې په نيمروز ولايت كې ۸۵۴ پروژې په بېلابېلو سکټورونو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA