د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په کوټ ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي وایي، دغه عملیات نن سهار شاو خوا اووه بجې ترسره شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې د کوټ ولسوالۍ تریلي سیمه کې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یو قوماندان په ګډون لس وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په کوټ ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي وایي، دغه عملیات نن سهار شاو خوا اووه بجې ترسره شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې د کوټ ولسوالۍ تریلي سیمه کې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یو قوماندان په ګډون لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړى وایې، په دغه نښته کې یو طالب وسله وال دامنیتي ځواکونو له لوري ژوندی نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده ، چې تیره شپه په روداتو ولسوالۍ کې هم شپږ وسله وال د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
بلخوا وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.


