د خوست مدني فعالانې وایي، په دغه ولایت کې اوس هم د ښځو پر وړاندې په کورني او هم په حکومتي کچه توپیریز چلند دوام لري.
ښځينه مدني فعالانو دا خبرې په هغه درې ورځني وركشاپ كې وكړې چې نن په خوست كې د ښځو پر وړاندې د توپيري چلند د مخنيوي په اړه جوړ شوى و او له ۱۶۰ ګډونوالو څخه نږدې ۴۵ يې مېرمنې وې. د خوست مدني فعالانې وایي، په دغه ولایت کې اوس هم د ښځو پر وړاندې په کورني او هم په حکومتي کچه توپیریز چلند دوام لري.
ښځينه مدني فعالانو دا خبرې په هغه درې ورځني وركشاپ كې وكړې چې نن په خوست كې د ښځو پر وړاندې د توپيري چلند د مخنيوي په اړه جوړ شوى و او له ۱۶۰ ګډونوالو څخه نږدې ۴۵ يې مېرمنې وې.
په وركشاپ كې د مېرمنو ټينګار په دې و چې له ښځو سره د توپيريز چلند د ناوړه دود پر وړاندې هر اړخيزه مبارزه وشي.
په دې وركشاپ كې د خوست مدني فعالې ناديه باوري وويل، ښځو ته په مختلفو برخو کې نه درناوی او ترڅنګ يې په حکومتي کچه دوی ته د کار او اقتصادي پیاوړتیا فرصتونو نه ورکول هغه څه دي چې د خوست مېرمنې يې له ستونزو سره مخ كړې دي.


