ads

محلي جامې په غربي بڼه

“لمن” هغه كمپنۍ ده چې د دریو ځوانانوپه ګډ کار یې له ۷ میاشتو راهیسې په فعالیت پیل کړی دی. کوم کار چې د “لمن” طراحان او کارکوونکي کوي، یوازینۍ ځانګرتیا یې دا ده چې پخوانۍ محلي نارینه او ښځینه جامې په نوې عصري او خارجي بڼه چمتو کوي یعنې د غربي سټایل او مد […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1394
محلي جامې په غربي بڼه

“لمن” هغه كمپنۍ ده چې د دریو ځوانانوپه ګډ کار یې له ۷ میاشتو راهیسې په فعالیت پیل کړی دی. کوم کار چې د “لمن” طراحان او کارکوونکي کوي، یوازینۍ ځانګرتیا یې دا ده چې پخوانۍ محلي نارینه او ښځینه جامې په نوې عصري او خارجي بڼه چمتو کوي یعنې د غربي سټایل او مد په پام کې نیولوسره غواړي چې د افغانستان له ښکلو او رنګینو ګاڼو څخه د دې جامو د ښکلا په زیاتوالي کې ګټه واخلي. “لمن” هغه كمپنۍ ده چې د دریو ځوانانوپه ګډ کار یې له ۷ میاشتو راهیسې په فعالیت پیل کړی دی. کوم کار چې د “لمن” طراحان او کارکوونکي کوي، یوازینۍ ځانګرتیا یې دا ده چې پخوانۍ محلي نارینه او ښځینه جامې په نوې عصري او خارجي بڼه چمتو کوي یعنې د غربي سټایل او مد په پام کې نیولوسره غواړي چې د افغانستان له ښکلو او رنګینو ګاڼو څخه د دې جامو د ښکلا په زیاتوالي کې ګټه واخلي.
د دې کمپنۍ عمومي مشره راهبه رحیمي وایې: په دې کمپنۍ کې اوس ورسره د شپږو ښځینه وو په ګډون ۲۱ کسان په کار بوخت دي.
راهبه رحیمي، خالد وردک، او حسیب رحیمي هغه درې تنه دي چې د “لمن” کمپنۍ لپاره یې هیلې د ښوونځي له دورې په زړه كې وې.
نوموړې زیاتوي:” په کوچنیوالي کې مې مور ډیرې ښکلې جامې اغوستې دا جامې به له ښکلو ټوکرو، او پخوانیو ګاڼو څخه جوړې شوې وې، د هغه جامو په اغوستو سره به مې مور ډیره ښکلې ښکاریده، ما به ویل زه به داسې یوه کمپنۍ جوړوم چې پکې همداسې ښکلې افغاني جامې تولید کړو، او په ټوله نړۍ کې د افغان برند(څانګې) په نامه وپیژندل شي. “
راهبه رحیمي په کابل کې د امریکایانو په پوهنتون کې د سیاست په برخه کې زده کړې کوي او غواړي دوه بیلې لارې سياست او سوداګري سره وتړي” د سیاست له لارې یو کس ډیر ښه کولای شی چې خپله سوداګري مخکې یوسي او زه هم غواړم د سیاست له لارې نړۍ ته د افغانستان محلي جامې وروپيژنم او نړیوالو ته وښیم چې افغانې ښځې له هرې لارې خپل هیواد ته خدمت کولای شي “
په دې کمپنۍ کې ډیری د پيرودونکو د خوښې سره سم جامې ګنډل کیږي او پیريدونکي یې بهرنیان او افغانان دي، د رحیمي په خبره، په دې کمپنۍ کې اوس ۲۰ سلنه د ښځو جامې تولیدیږي، ځكه ښځې د دې کمپنۍ تولیدات ډیر خوښوي.
د لمن په کمپنۍ کې څو تنه ښځې په خياطۍ بوختې دي ، د همدې ښځو له ډلې یوه یې سونیا ده، چې د طبی تکنالوژۍ له برخې فارغه شوې، خو دا چې ولې یې دا برخه غوره کړې وایې:” كله چې مې د طبي تکنالوژۍ په برخه كې زده كړې پای ته ورسولې شاوخوا یو کال مې دنده ونه موندله ډیره ناهیلې شوم خو دا دي څو میاشتې کیږي، له خپلو مهارتونو مې ګټه واخیسته او په دې کمپنۍ کې مې د جامو د طراحۍ په برخه کې فعالیت پیل کړ.”
مرضیه ددې کمپنۍ نوې کارکوونکې ده، چې یوه اوونۍ یې له کاره کیږي، هغې په خپل کور کې ښځینه خياطي هم پرانیستې ده چې د پیسو په بدل کې د سیمې د خلکو جامې ګنډي، مرضیه سره له دې چې په خپل لوړ همت سره د کورنۍ له اقتصاد سره مرسته کوي، خو په ټولنه کې له شتو ستونزو هم سرټګوي
:” پلار مې د زده کړو په برخه کې راسره خلاف دی، خو زه غواړم زده کړو ته مې دوام ورکړم، اوس په ښوونځي کې یم، خو پلار مې د ښځو کار کول هم ننګ ګني.”
نوموړې زیاتوي ” څلور وروڼه هم لرم له کله نه چې یې ودونه کړي دي، راڅخه جلا شوي په بیل کور کې ژوند کوي او د کور ټول مسوولیت ماته راغاړې دي.”
دا په داسې حال کې ده، چې د دې کمپنۍ مشره راهبه رحیمي وایې، که څه هم اوس ورسره په دې کمپنۍ کې ښځینه کار کوونکې کمې دي، په راتلونکي کې به ډیرې ښځینه کار کوونکې استخدام او د لمن کمپنۍ فعالیتونه به پراخ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA