ads

كمپبل: افغانستان كې د ناټو په دوامداره مرستو او حضور ټينګار كوم

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان هرات ته د خپل سفر په ترڅ كې په افغانستان کې د نړیوالو د دوامداره حضور په اړه ټینګار وکړ.د هرات ولایت چارواکو ویلي، جنرال جان كمپبل پرون د ایساف په عمومي قوماندانۍ کې د هرات له امنیتي چارواکو سره په یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.په هرات […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1394
كمپبل: افغانستان كې د ناټو په دوامداره مرستو او حضور ټينګار كوم

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان هرات ته د خپل سفر په ترڅ كې په افغانستان کې د نړیوالو د دوامداره حضور په اړه ټینګار وکړ.
د هرات ولایت چارواکو ویلي، جنرال جان كمپبل پرون د ایساف په عمومي قوماندانۍ کې د هرات له امنیتي چارواکو سره په یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.
په هرات ولایت کې د ملي اردو ویاند نجیب الله نجیبي وویل، د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل په افغانستان کې د ناټو د دوامداره حضور تر څنګ افغان امنیتي ځواکونو سره پخپلو اوږدمهاله مرستو هم ټینګار کړی دی.

جنرال کمپبېل په دغه سفر کې له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل، تر څو په افغانستان کې د ناټو له نوي معرفي کیدونکي قومندان سره همکاري وکړي.
نوموړي دغه راز د افغان امنیتي ځواکونو پر میړانه هم خوښي وښوده.
د جنرال کمپبل هرات ولایت ته دا وروستی سفر دی، چې د خپل ماموریت پر مهال یی کوي.
تر ده وروسته به جنرال نكلسن جونير د جنرال جان كمپبيل ځاى ته راځي، نوموړى د امريكا د كانګرس لخوا تاييد شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA